ورزش

دهيواد دفوټبال ملي ټيم سبا شپه دسوريې له ملي ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر دغبرګولي شلمه :
دهيواد دفوټبال ملي ټيم دسوريې  له ملي ټيم سره خپله لومړۍ لوبه سبا شپه ترسره  کوي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دغه لوبه سبا شپه په اتوبجو دنړيوال جام دمقدماتي سياليو په درشل کې ترسره کيږي  چې دهيواد دفوټبال دورزش  دمينه والو دپاملرنې  وړ ګرځي . 
دهيواد ملي ټيم له اټکلونو سره سم په لومړۍ لوبه کې  له پياوړي ټيم سره مخامخ  کيږي اوبله لوبه  يې هم ښايي دجاپان له ملي ټيم سره وي له دې امله  دلومړۍ  سيالۍ نتيجه دهيواد د ملي ټيم لپاره ډيره مهمه ده .
په هر صورت دفوټبال دورزش  مينه وال  هيله لري چې ملي پوشان  ښه نتيجه  ترلاسه کوي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته