ښوونه او روزنه

دکابل د ښوونې او رو زنې پو هنتون ځينې محصلان له ازمويني څخه پا تي شول

کابلباختردچنګاښ ٢٦ مــــــــــــه

دکابل دښوونې او رو زنې پو هنتون دشپي دبرخي ځينې محصلان دفيس د توان د نه لرلو په خا طر له ازمويني څخه پاتي شول

دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې د کابل دښوونې او رو زنې پوهنتون دطبيعي علومو د برخي ځينې محصلان چې له ازمويني څخه پا تي دي وا يي چې دوي دسمستر د اته زره افغا نيو دفيس ورکولو توان نه لري له همدي ا مله ددغه پو هنتون اداره په ازموينه کې ددوي د حاضريدو خنډ شوى دى

دغه محصلان ټينګار کوي چې پخوا ددولت د کارکوونکو لپاره چې دپو هنتون دشپي په برخو کې شا مليدل يو زرو پنځه سوه افغاني او هغوکسا نو ته چې ازاد کار يي درلود اود شپي په برخه کې شا مليدل دسمستر درې زره افغا ني فيس ټا کلي و

دغه را ز د اته زره افغا نيو فيس د ورکولو دستو نزې د لري کولو په مقصد څه موده مخکې د لوړو زده کړو و زارت دمقا ما تو له خوا ژمنه شوې وه

 په همدى حال کې د لوړو زده کړو وزارت دمحصلا نو دچارو معين بري صديقي باخترا ژانس ته وويل چې د وزيرا نو شورا له مقرري سره سم دکابل د ښوونې او روزنې پوهنتون دطبيعي علومو دشپي د برخې محصلان مکلف دي چې په دې سمسترکې ديو پنځه مياشتنې سمستر فيس اته زره افغا ني ورکړي

صديقي ټينګار و کړ چې له دوو مياشتو را په دې خوا دلوړو زده کړو وزارت مقا ما ت هڅه کوي چې دپوهنتو نونو دشپي برخو د فيس د کمښت په خا طر د وزيرا نو شورا په مقرره کې د لوړو زده کړو وزارت له وړا نديز سره سم بدلون رامنځته شي اودفيس پيسې له زرو څخه تر يو نيم زرو افغا نيو  پورې وټا کل شي

دلوړو زده کړو و زارت د محصلانو د چارو معين وويل چې د وزيرانو شورا په غونډه کې به نن ددغې موضوع په اړوند خبري وشي اوپه مقرره کې به بدلون را شي

ده هيله و کړه چې ډير ژر دغه ستو نزه لري شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته