امنیت

په بلخ کې په يوه مياشت کې څه دپاسه ۱۰۰ تنه طالبان وژل شوي دي

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۱۲ مه د دولت څه دپاسه ۱۰۰ تنه وسله وال مخالفين په تېره يوه مياشت کې د بلخ ولايت په مربوطاتو کې وژل شوي دي . د بلخ ولايت امنيه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: په وروستۍ يوه مياشت کې پوليسو د نورو ځواکونو په همکارۍ له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې دبلخ، چمتال، شولګرې او د چاربولګ په ولسواليو کې څه دپاسه ۵۰ کلي د ياغيانو له شتون څخه پاک کړي او څه دپاسه ۱۰۰ تنه وسله وال مخالفين يې وژلي دي. خبرځاى زياته کړه چې د جګړې په بهيرکې د دښمن ۳۰ نقليه واسطې هم له منځه وړل شوې او دغيرمسوولو وسله والو کسانو، انسان تښتوونکو او دنشه يي توکو د قاچاق وړونکو په ګډون ۱۳۰ تنه مجرمين هم نيول شوي دي. دغه راز د عملياتوپه بهيرکې ۴۸ سپکې او درندې وسلې د پوليسو لاسته ورغلې، ۴۰ زره ليتره الکولي مشروبات کشف او ضبط شوي او د نشه يي توکو د توليد څوکارخانې ويجاړې شوې دي . خبرځاى وويل چې په همدې موده کې ۳۰ موټرونه هم له غلو څخه ترلاسه شوي او خاوندانو ته يې سپارل شوي دي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته