امنیت

په زابل کې څلور تنه بنديان له جېل څخه آزاد شول

قلات باخترد لړم د میاشتې ۲۴ مه
د جمهور رېیس د دوو بېلا بېلو فرمانو په اساس د زابل ولایت له مرکزې جېل څخه څلور تنه بنديان ازاد شول.
د زابل ولایت د مرکزي جېل مدير جام الدین اندړ د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې ياد څلور تنه بنديان چې د بند موده يې پوره کړې وه، د جمهور رېیس د دوو بېلابېلو فرمانونو له مخې له جېل څخه ازاد شول.
اندړ له ازادو شويو کسانو څخه وغوښتل چې د ژوند پاتې شېبې د ټولنې خدمت ته وقف کړي او بيا له ورته جرمونو څخه ځان وساتي.
د يادونې وړ ده چې په ازاد شويو بنديانو کې د نشه يي توکو کاروونکي، قاتلان، د وګړو تهديدونکي او په ترافيکي پېښو کې نيول شوي بنديان شامل وو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته