امنیت

څلور تنه د غلا په تور ونيول شول

کابل باختر د کب  اوومه :
د بلخ ولايت پوليسو پرون له دوو تومانچو سره د څلوروتنو د نيولو خبر ورکړ .
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني باختر آژانس ته وويل چې دغه کسان له يو کرولا موټر او دوو تومانچو سره د مزارشريف ښار ته څېرمه د يو کور د مالونو د غلا په وخت کې دپوليسو له خوا ونيول شول .
  دراني زياته کړه: نيول شويوکسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى چې له تحقيقاتو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته