کابل / د چنګاښ ۲۸ مه / باختر
د وسله والو طالبانو بريد نن سهار په بلخ کې شنډ کړاى شو او د دغې ډلې څه دپاسه ٣٠ غړي ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې يوې ډلې وسله والو طالبانو چې غوښتل يې د دغه ولايت د دولت آباد ولسوالۍ په ولي کلي کې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو بريد وکړي، پرې هوايي بريد وشو.
رضايي زياته کړه: په بريد کې د درېيو کليدي غړو په ګډون څه د پاسه ٣٠ وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول او د دغې ډلې وسلې او نقليه وسايط هم له منځه يوړل شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ