ښوونه او روزنه

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه :
د بېلابېلو دولتي ادارو ۱۵ تنه کارکونکي د ماسټرۍ بورسونو په اتم پېرکې جاپان هېواد ته واستول شول.
باختر آژانس ته په را رسیدلي خبرکې ویل شوي دي:
له دغو ځوانانو سره د مخه ښې په غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر پوهنمل دوکتور نجیب الله خواجه عمري د جاپان هېواد له مرستو مننه وکړه ویي ویل، په تېرو اووکلونو کې له ۱۸ وزارتونو څخه ۵۶۵ تنه د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو لپاره جاپان ته استول شوي دي چې ۴۱۰ تنه یې د زده کړو پای ته رسېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي او په بېلابېلو ادارو کې په خدمت کولو بوخت دي.
د لوړو زده کړو وزیر له افغانستان سره د جاپان هېواد مرستې د هغه هېواد د ښه نیت او دوستۍ نښه وبلله او یاد هېواد ته یې له استول کېدونکو ځوانانو څخه وغوښتل تر څو د هغه هېواد کلتور ته په درنښت د خپل اصیل کلتور ساتنه وکړي او د پوهې په لاسته راوړلو کې ډېرې هڅې وکړي.
نوموړي د افغانستان په پرمختګ کې د پوهې په ګاڼه سمبال بشري ځواک اغېزو ته په اشارې سره یادو ځوانانو ته وویل چې په جاپان کې د زده کړو زمینو برابرولو له فرصت څخه ګټه پورته کړي او د خپل هېواد د اوسنیو ستونزو په حل کې ورڅخه کار واخلي.
په دې غونډه کې په کابل کې د جاپان سفیر میتسوجي او همدارنګه په کابل کې د جایکا دفتر رییس د دواړو هېوادونو ترمنځ د نېکو اړیکو په اړه خبرې وکړې. هغوی د جاپان هېواد له خوا د مرستو د یادونې ترڅنګ، په جاپان کې د افغان ځوانانو زده کړې، د یو اوبل کلتور د پېژندنې او په ټوله کې د دواړو هېوادونو د خلکو نږدې والي کې اغېزمنې وبللې.
په غونډه کې همدارنګه د جاپان بورسونو یو تن ګډونوال د لوړو زده کړو وزارت او جاپان له دولت څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په هغه هېواد کې له برابر فرصت څخه به د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې هېڅکله بې پروایي ونه کړي او د خپل هېواد او خلکو لپاره به ویاړ تر لاسه کړي.
د یادونې ده چې د افغانستان دولت او جاپان په ۲۰۱۱ کال کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې تر ۲۰۲۱ کال پورې ۷۵۰ تنه د انجینرۍ، کرنې او ټولنیزو علومو په برخه کې د ماسترۍ او دوکتورا زده کړو لپاره هغه هېواد ته واستول شي.
پای ـ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته