اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمېسیون ۸ قراردادونه منظورکړل

کابل- باختر د سلواغې د مياشتې ١٠مه
د ملي تدارکاتو کمېسیون تېرماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورئیس محمداشرف غني په مشرۍ غونډه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغې غونډې ته د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړي سرمفتش (سیګار) جان ساپکو ته هم د څارونکي په توګه بلنه ورکول شوې وه.
په پیل کې جمهوررئیس د شفافیت بین المللي بنسټ تازه راپور ته په اشاري چې افغانستان په کې پنځه درجې پورته تللی، مبارکي وویله او د ملي تدارکاتو کمېسیون او د ملي تدارکاتو ادارې د غړو هڅې یې له دې امله وستایلې چې د دغه پرمختګ مهم عامل د تدارکاتو په نظام کې اصلاحات ښودل شوي دي.
همدرانګه د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو د جمهوررئیس او د ملي تدارکاتو کمېسیون له نورو غړو څخه د ښې رهبرۍ او غوڅ ملاتړ له امله مننه وکړه او د تدارکاتي نظام د اصلاحاتو په بهیرکې یې د مهمو اهدافو د تحقق په موخه د دغې ادارې د ژمنو او لا زیاتو هڅو، په ځانګړي ډول د شفافیت د پياوړتیا او فساد سره د مبارزې برخه کې، ډاډ ورکړ.
ورپسې د ملي تدارکاتو کمېسیون د غونډې په اجنډا کې د وزارتونو او ادارو شامل پیشنهادي قراردادونه وارزول چې په نتیجه کې يې د ۷،۴میلیارد افغانیو په ارزښت ۸ قراردادونه منظور او ۱۱ نور یې د لا زیاتو ارزونو او تخنیکي څېړنو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په خاطر بېرته ور وګرځول.
تائید شوي قراردادونه په لاندې ډول دي: 

ـ د بلخ ولایت د شادیان تنګي او د سمنګان ولایت د کلي اوبو بند ډيزاین او جوړول په پرنسیپ کې تائید شول؛
ـ د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ د شفلان کانال بیارغاونه؛
ـ  د یتیم تپې سربند جوړولو او د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د امو سیند غاړو د تحکیم په قرارداد تعدیل؛
له جبل سراج څخه تر نجراب پورې د سړک جوړولو په قرارداد کې تعدیل؛
ـ د کابل، پولي تخنیک، د کابل طبي پوهنتون او د پروان او وردګو ولایتونو د لوړو زده‌کړو موسسو ته د معلوماتي تکنالوژۍ د تجهیزاتو چمتو کول او نصبول؛
ـ او د کورنیو چارو وزارت د حفظ و مراقبت او سون توکو یو شمېر قراردادونه؛
له بلې خوا ډېری هغه پروژې چې د کمېسیون له خوا اعاده یا بېرته ورګرځول شوي دي، په پکتیا، خوست، لغمان، بامیانو، دایکندي، پروان، فراه، غور، بادغیس، تخار، کندهار او روزګان ولایتونوکې د بندونو ډیزاینول او جوړول شامل دي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون دغه پروژې تدارکاتي ستونزو ته د رسیدګۍ په ځانګړي ډول له تخنیکي څېړنوڅخه د ډاډ ترلاسه کولو په خاطر بېرته ور ګرځولي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورئیس پر دغو پروژو د بحث پر مهال څرګنده کړه چې د بندونو جوړول له شک پرته د افغانستان د خلکو عمده لومړیتوب او اړتیا ده، خو د ملي تدارکاتو کمېسیون دې جدي هڅه وکړي تر څو هغه ننګونې چې په دغه راز سترو پروژو کې له پخوا موجودې وې او د فاسدو  او ناوړه ګټه اخېستونکو عناصرو له خوا د کلونو راهیسې د خلکو له شتمنیو سره لوبې کېدې، بیا تکرار نشي.
همدارنګه هغه څرګنده کړه چې باید د خصوصي سکتور له سترو افغاني شرکتونو سره د شفافیت او د پانګونې د انګیزې بحث رامنځته شي، تر څو هغه شرکتونه چې رېښتنی پوټانشیل او ظرفیت لري وکولای شي د زیربنايي پروژو په تطبیق کې د شفاف او سالم رقابت له لارې برخه واخلي.     
سربېره پر دې د ملي تدارکاتو کمېسیون د مزار شریف د کود برق تصدۍ د پرزه جاتو قرارداد بېرته ور وګرځاوه او پرېکړه یې وکړه، تر څو د دغې تصدۍ د بیارغاونې او عصري کولو طرحه دې د کانونو او پټرولیم وزارت او د جمهوررئیس د اقتصادي مشاور له خوا د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د فواید عامې وزارت پر پروژو د بحث پر مهال دغه وزارت یو ځل بیا مکلف کړ چې د پروژو د مدیریت سیستم د ایجاد او معاصرې ټکنالوژۍ نه په استفادې دغه برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، د سیګار، د مشرانوجرګې او ولسي جرګې د اقتصاد کمېسیونونو، له  فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس او د غوڅ ملاتړ د سیستیکا ادارې څارونکو ګډون درلود.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته