امنیت

په ننګرهار کې دځانمرګي بريد له امله دملي امنيت ددريو تنو ځانګړو ځواکونوټپي کيدل .

کابل باختر د وري  دريمه
په ننګرهار ولايت کې  دځانمرګي بريد له امله دملي امنيت ددريو تنو ځانګړو ځواکونوپه ګډون پنځه تنه  ټپيان شول .
دغه پيښه پرون ناوخته  دننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر  په بمونوبار خپل موټر دملي امنيت دځانګړو ځواکونودسپرلۍ له کاروان سره ټکر وکړ .
دننګرهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې  په خپرولوسره ويلي دي چې په دې پيښه کې دملي امنيت درې تنه ځانګړي ځواکونه او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
په همدې حال کې دننګرهار ولايت پوليس وسله وال طالبان ددغې پيښې  مسوول بولي او وايي چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته