کابل / دوري ٦مه / باختر
په قندهار کې يوشمېر سوداګر وايي: د سپين بولدک پولې تړل کېدل د هېواد وارداتي او صادراتي مالونو، سوداګرو او متشبثانو ته په زرګونو ډالرو زيان رسولى دى.
په قندهار کې د متشبثانو د بورډ رييس حاجي رحم الدين اغا باختراژانس ته وويل: د سپين بولدک په پوله کې چې د تازه مېوو ډک موټرونه درول شوي، مېوې يې خوسا شوې دي.
په همدې حال کې د سوداګرۍ خونو او پانګه والو مسوولان وايي: د دغې ستونزې د حل کولو په خاطر له پاکستاني مقاماتو سره خبرې دوام لري.
ختم_ شکريه _اکرم