کابل باختر د سلواغې اته ويشتمه :
د داعش ٤٥ تنه افراد په تيرو څلورو ورځوکې دننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په مربوطاتوکې دشاهين _ ١٨ د عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريالته وويل چې په دغو عملياتوکې د پنځه څلويښتو تنو داعشيانو په وژل کيدو سربېره ددغې ډلې اوولس تنه نور غړي ټپيان شوي دي .
دى وايي چې په دغو عملياتوکې د داعش د ډلې په چاوديدونکو توکوبار دوه کرولا موټرونه دملي اردو د ځواکونو د انجنيرى ټيم لهخوا چول شوي او دوه ليږدونکي وسايط يې له يوې اندازې سپکو او درندو وسلو سره د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ويل کيږي چې د امنيتي ځواکونو په دغو عملياتوکې د هوايي ځواکونو ملاتړ هم شته.
د يوبل خبر له مخې:
دملي پاڅون کوونکو لپاره د اچين ولسوالۍ په مهمو سيموکې د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد په مشرۍ شپږ نوې امنيتي پوستې جوړې شوې او د نورو امنيتي پوستو په جوړولو کار دوام لري .
شيرزاد وايي چې په اچين ولسوالۍ کې څلويښت کلي د مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل