ټولنه

په کندز کې ددوو ترافيکي پيښو له امله ديارلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
په کندز ولايت کې ددوو ترافيکي پيښو له امله درې تنه ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول .
دکندز ولايت  دترافيکو يوه مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل چې لومړۍ پيښه دکندز په عمومي لويه لاره کې ددوو ګړنديو موټرو دټکر له امله رامنځته شوه هغه پيښه چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دويمه پيښه هم دآبدان دښتې په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوکوچنى موټر په زيات ګړنديتوب  سره له خپل تګلوري څخه واوښت اوچپه شو .
دترافيکو  دغه مسوول دموټر چلوونکو بې احتياطي   اوګړندى تګ ددغو دوو مرګانيو ترافيکي پيښو اصلي انګيزې  بولي
په همدې حال کې دکندز ولايت په روغتيايي مرکزونوکې ډاکترانو ددغو پيښو دڅه ناڅه دوو تنو ټپيان روغتيايي حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته