امنیت

يو انسان تښتوونکي بانډ دغزني دپوليسو له خوا ونيول شو

-کابل باختر دغبرګولي پنځه ويشتمه :
يوانسان تښتوونکي بانډ دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې ونيول شو .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل چې نن يې  ددغه ولايت  دقره باغ ولسوالۍ دعالمانو او مشرانو په غونډه کې خبرې کولې  وويل چې د روژې دمبارکې مياشتې په لومړيو ورځو کې  دغزني ولايت  دقره باغ ولسوالۍ د ليلزي  دکلي  اوسيدونکي عبدالوکيل  ديو انسان تښتوونکي بانډ له خوا وتښتول شو چې نن دامنيتي ځواکونو له خوا  دانسان تښتوونکي بانډ له منگولو   څخه وژغورل شو .
  ده زياته کړه  چې  دغزني ولايت  امنيې قوماندانۍ ته  دعبدالوکيل دکورنۍ  له شکايت وروسته امنيتي ځواکونو درې تنه  انسان تښتوونکي  ونيول او تښتول شوې  سړى يې  دقره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهغوى له منګولو څخه  وژغوره .
   امر خيل زياته کړه  چې نيول شوي کسان عدلي اوقضايي  بنسټونو ته معرفي شوي دي او په غزني کې دنورو انسان تښتوونکو بانډونو او دوسله والو غلو دپيژندنې  او نيولو لپاره پلټنې  دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته