سیاست

جمهور رئیس غني د ځوانانو پارلمان غړو ته: د افغانستان ځوان نسل په اساسي قانون باور لري

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په خپلې وینا سره د ځوانانو پارلمان په رسمي ډول پرانیست.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د ځوانانو پارلمان د پرانېستې مراسم چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت او مشرانوجرګې په نوښت او د ملګرو ملتودسازمان په همکارۍ د ملي شورا په ودانۍ کې جوړ شوې وو، په هغه کې د هېواد له ټولو ولایتونو څخه د ځوانانو استازو برخه درلوده.
په پيل کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار خبرې وکړې او د ځوانانو پارلمان جوړېدل یې یو لوی ګام وباله.
هغه زیاته کړه،  پخوا به د ځوانانو پارلمان په کابل کې له میشتو ځوانانو څخه جوړیده، خو دا ځل د ځوانانو پارلمان د افغانستان د۳۴ ولایتونو د ځوانانو استازیتوب کوي.
فضل هادي مسلمیار له ځوانانو وغوښتل چې د تعصب او قومي نفاق په ضد مبارزه وکړي او د هېواد د یووالي او وحدت لپاره هڅه وکړي او اجازه ور نه کړي چې ناوړه استفاده ور څخه وشي.
د مشرانو جرګې رئیس د پاکستان په وړاندې د جمهور رئیس سیاستونه وستایل او د هېواد له سیاسي قشر نه یې وغوښتل چې د جمهور رئیس د سیاستونو ملاتړ وکړي.
ورپسې د هېواد جمهور رئیس خبرې وکړې او د افغانستان د ځوانانو پارلمان غړو ته یې ددوی خپل کورته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: تاسو دلته راغلي یاست، چې د خلکو استازیتوب وکړئ او ولسواکي تمثیل کړئ، دا د ویاړ ځای دی چې ځوان نسل او متحرک نسل غواړي د افغانستان دردونو ته دوا شي.

جمهور رئیس زیاته کړه: تاسوپه هغه ځای کې ناست یاست چې د ملت استازیتوب په کې کېږي، د ملت استازیتوب یو ویاړ او مسوولیت دی.
هغه زیاته کړه، د ځوانانو پارلمان ددې ښودنه کوي چې د افغانستان ځوان نسل په اساسي قانون باور لري او د ملت په کور کې ملت تمثیلوي.
جمهور رئیس غني د هېواد ځوان نسل چې د خاورې د دفاع په سنګرونو کې له هرې لوېشتې دفاع کوي مننه وکړه، وې ویل، د افغانستان په هره لوېشت کې زموږ د ځوانانو وینه توی شوې ده او دا د هغه تعهد نښه ده چې زرګونه کاله نوره به همدا خاوره په خپل ځای وي. هغه زیاته کړه: هیڅوک دې دغې خاورې ته په کمه سترګه نه ګوري، دا د زمریانو کور دی.
محمد اشرف غني ځوانانو ته په خطاب کې وویل: نن ورځ ځوان افغان نسل د ټول هېواد رهبرۍ او ادارې ته چمتو دی، تاسو ټول له دې وطن سره مینه لری او غواړی د دې خاورې ساتنه وکړئ او هغه اباده کړی.
جمهور رئیس په ټینګار سره وویل: ځوان افغان نسل، د وصل نسل دی، نه د فصل. دا کار مو د ژور درک او فکر څرګندویه دی هغه دا چې دا هېواد د خپلسرۍ او دیکتاتورۍ ځای نه دی.
جمهور رئیس غنی څرګنده کړه: هیڅکله به تېر ته ستانه نشو، ځکه چې د افغانستان لاسته راوړنې اینده ته ګوري او په ډاډ سره د راتلونکي په لور روان یوو او په راتلونکې باور لرو.
محمد اشرف غني وویل: هر کله مو چې مثبتې کارنامې ترسره کړې دي، هغه وخت کې موږ متحد او متفق وو.
جمهور رئیس زیاته کړه: هيڅ افغان نه غواړي چې مهاجر شي، د مهاجرو د بیا راستنولو لپاره قوي اراده لرو.
جمهور رئیس وویل، د هېواد مشران او رهبران لکه کاغذپران داسې دي، چې تار یې د خلکو لاس کې دی، هر کله چې خلک وغواړي پورته کوي یې او هرکله یې چې وغوښتل په ځمکه یې ویشتی شي.
هغه وویل: د یو ښه مشر خصوصیات د خوشحال خان خټک دستارنامه، بازنامه او سوات نامه کې ذکر شوي دي، رهبري په غبرګون نشي کېدای، رهبر باید خپل چاپيریال بدل کړي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، کله چې جمهور رئیس د جمهوري ریاست په څوکۍ ډډه لګوي، باید له شخصي احساساتو را بهر شي، صبر، حوصله او تحلیل د یو ښه جمهور رئیس خصوصیات دي.
جمهور رئیس وویل، له اسلام څخه زموږ درک ضروري دی، که غواړئ د افراطیت له مصیبت او بلا څخه وژغورل شئ، د اسلام تاریخ مطالعه کړئ. هغه زیاته کړه: موږ زرګونه کاله پخوا د سیمې تمدن یوځای کړ او یو روښانه تمدن مو رامنځته کړ.
محمد اشرف غني وویل: له افغانستان له ستر ملت او د اسلام د ستر امت سم استازیتوب وکړئ او د تروریستانو او داعش اقلیت مه پرېږدئ چې د دغه ستر فرهنګ استازیتوب وکړي.
جمهور رئیس وویل: ولسواکي دا نه ده چې میم زر ما ټوله زما، ولسواکي په مساوي توګه د ټولو افغانانو منل دي. هغه زیاته کړه: زموږ بحث د اختلاف نمایندګي نه کوي، بلکې دا مو له وطن سره علاقه او ژمنه ده.
جمهور رئیس وویل: که د خلکو غږ، افکار او غوښتنې د ملت په کور (ملي شورا) کې مطرح نشي، موږ سم کارونه نشو ترسره کولای.
جمهور رئیس دې ته په اشارې چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته یې سفر کړی، له ځوانانو یې وغوښتل چې د افغانستان ټولو سیمو ته سفر وکړي، تر څو د پامیر د تر ټولو لرې، د نیمروز د سووځوونکو دښتو، د بامیانو او دایکنډي د ښکلو غرونو، د پکتیا د ځنګلونو، د هلمند د تودوخې او ټول افغانستان د هر ګوټ درد یو په یو درک کړی. 
جمهور رئیس د خبرو په پای کې له ځوانانو وغوښتل چې ارګ ته ورشي او هلته خپله د ځان میلمانه شي.
په دغو مراسمو کې د افغانستان د ځوان پارلمان غړو جمهور رئیس غني ته د مننې لوح ډالۍ کړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته