امنیت

د هلمند په يوې امنيتي پوستې ځانمرګى بريد وشو

 کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
د هلمند ولايت په يوې امنيتې پوستې ځانمرګي بريد وشو .
  ځانمرګى يرغلګر تېره شپه خپل بمي موټر د لښکرګاه _ قندهارپه لويه لاره کې  د يوې امنيتي پوستې په وړاندې وچاوه .
د هلمند ولايت يو پوځي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې درې تنه پوځيان شهيدان او د دريو تنوملکي وګړو په ګډون  اته تنه نورټپيان شوي دي.
ده وويل: يرغلګرخپل بمي موټر د دغې پوستې په وړاندې چولى دى .
  له بله پلوه د هلمند د والي وياند دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل چې د مرګ ژوبلې دقيق شمېر روښانه نه دى .
ده وسله وال طالبان د دغې پيښې عاملين وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته