کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١١
په تخار ولايت کې دخواجه غار په ولسوالۍ کې تيره شپه په يو دوکان کې د اور لګيدنې له امله درې تنه ځوان هلکان ووژل شول.
د تخار دوالي ويندوى سنت الله تيمور باختر آژانس ته وويل :
دغه اورلګيدنه په خواجه غار په مرکزکې د کلچې پخولو په يو دکان رامنځته شوه چې له اورلګيدو وروسته امنيتي ځواکونه ته ساحې ته ورسيدل او نور دکانونو ته د اور دخپريدو مخه ونيوله .
ويل کيږي ددغې اورلګيدنې علت تراوسه پورې معلوم نه دى په دې اړوندتحقيقات پيل شوي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ