سیاستخبرونهامنیتټولنه

سويډن ميشتي افغانان نن دپاکستان سفارت مخې ته لاريون کوي

نړيوالې خبري سرچېنې  / د زمري ٦ مه / باختر

په سويډن کې ميشت افغانان په پام کې لري نن په پايتخت ستاکهولم کې د پاکستان سفارت مخې ته لاريون وکړي.

د دغه لاريون يوه تنظيموونکي عنايت عادل رسنيو ته وويل  دوى له پاکستان نه غواړي چې دطالبانو له ملاتړه لاس واخلي؛ د لاريون هدف دا دى چې دپاکستان له حکومت او استخباراتي  اداري  (آى اس آى)  وغواړو چې دطالبانو ملاتړ ونه کړي  دترهګرو ملاتړ دي نه کوي او په افغانستان کې نيابتي جګړه بنده کړي له طالبانو هم غواړو تر دې مخکې د کابل ترڅنګ  د امريکا په ځينو ښارونو، بريټانيا، بلجيم او نورو هېوادونو کې هم  د پاکستان د سفارتونو مخې ته دغه شان لاريونونه شوي دي.

دلاريون برخه والو پاکستان د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورن کړى او په اسلام اباد کې  يې د افغان سفير د لور سلسلې علي خيل د تښتونې او ربړونې پيښه يې غندلې ده.

سلسله عيلي خيل د چنګاښ په ٢٥مه وتښتول شوه  چې تر څو ساعته برمټي او ربړونې وروسته خوشى شوه.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته