امنیت

په لغمان کې (۴۰) تنه سيمه ييز پوليس د تخينکي او مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.

-کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٦

د لغمان امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري (۴۰)تنه سیمه ئیز پولیس د زده کړو له تر لاسه کولو وروسته تصدیق لیکونه تر لاسه او بېرته خپلو دندو ته وګرځېدل.
په همدې موخه په جوړ شوې غونډه کې د لغمان د امنیې قوماندانۍ دپولیسو دحقوقو مدیر سمونمل نعمت الله حقیقی فارغو پولیسو ته د خپلې وینا پر مهال وویل چې تاسې باید د دې ولس د زړونو د تر لاسه کولو په خاطر د اساسي او ټولو نافذه قوانینو په چوکاټ کې د تر لاسه کړو زده کړو څخه په عملي ډګر کې سالمه ګټه پورته کړئ.
په غونډه کې  دسیمه ئیزو پولیسو عمومی قوماندان سمونوال سید پاچا  وویل چې د لغمان د امنیت د ټینګښت او د قانون د تطبیق لپاره تاسې باید په خپله سپارل شوی دنده کې په پوره مېړانې او ریښتینولۍ سره ګامونه واخلئ.
وروسته په غونډه کې  د ښوونې او روزنې مدیر سمونمل عبدالرزاق وویل چی دغه ډول زده کړې خورا اړینی دي او فارغو پولیسو ترې به په عملي ډګر کې ګټه پورته کړي  او زیاته يې کړه چې یاد فارغ پوليس به په صداقت او ایماندارۍ د قانون په پلی کولو سره به خپل هیوادوالو ته  خدمت کوي.
په غونډه کې دغو فارغ شويو پوليسو ژمنه وکړه چی په پوره ایمانداری به د ترلاسه کړيو تخنيکي او مسلکي زده کړو څخه به په عملي ډګر کې ګټه پورته کوي او د تیر په څیر بل د خلکو او هیواد ساتنه کوي.
د غونډې په پای کې په فارغو پولیسو د امنیه قوماندانۍ د رهبرۍ له لوري تصدیق لیکونه وویشل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته