سیاست

سعيدي:له خلګو غواړي چي د رايې ورکونې لپاره ثبت نام وکړي.

ترينکوټ باختر د غويي د مياشتې ٢ مه
د روزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد له خلګو څخه غوښتنه وکړه چې د
نوم ليکنې په پروسه کې د انتخاباتو لپاره خپل نومونه ثبت کړي څو په
راتلونکي کې د خپلې خوښې وړ کس ته رايه ورکړي.
هغه  ټول دولتي کارکوونکي مکلف وبلل چې دوی او کورنۍ يې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د نوم ليکنې په پروسه کې خپل نومونه ثبت کړي.
سعيدي په ټاکنو کې پر شفافيت ټينګار وکړ او زياته يي کړه که خلګ په
انتخاباتو کې ګډون وکړي دغه پروسه به شفافه او د خلګو د خوښي وړ کسان به
د پارلماني او ولسواليو شوراګانو لپاره انتخاب شي.
په افغانستان کې د پارلماني او د ولسواليو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د
رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه د حمل پر ٢٥مه پيل شوه، چې تر يوې
میاشتې وروسته به د نوم ليکنې بله پروسه په ولسواليو او کليو کې پيلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د قندهار امنيه قومندان جنرال
عبدالرازق له خلګو غوښتي وه چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي همدغه راز
جمهور ريېس محمد اشرف غني هم تېره ورځ له ولايتونو سره په ويډيو يي کنفرانس کې ټولو دولتي کارکونکو ته لارښوونه وکړه چې، د ځان او کورنۍ په ګډون دې د
انتخاباتو په پروسه کې نوم ليکنه وکړي.
له دې سره ديني عالمان او قومي مشران هم د خلګو ګډون په انتخاباتو کې مهم
بولي او پر نور خلګو هم غږ کوي چي نوم ليکنه وکړي او خپل
سرنويش وټاکي.
اخو بيا د روزګان امنيتي مسولين هم خلګو ته  ډاډ ورکوي چې
د نوم ليکنې د مرکزونو امنيت به يې خوندي ساتي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته