امنیت

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، د اطلاع رسونې برخه کې د کورنیو، ملي او نړیوالو رسنیو هڅې وستایلې.

کابل باختر دتلي  ديرشمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب په چارچنار ماڼۍ ـ ارګ کې د بهرنیو رسنیو له استازو سره په کتنه کې، له کورنیو، ملي او نړیوالو رسنیو د ولسي جرګې ټاکنو د دوه ورځیني ښه خبري پوښښ له امله مننه وکړه.
د ملي امنیت سلاکار دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
ډاکټر محب په دې کتنه کې، د ټاکنو ترسره کېدو، سولې، امنیت، له سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو په تړاو د بحث له ګډونوالو سر خپل لید لوری شریک کړ.
دملي امنیت سلاکار د بهرنیو رسنیو له استازو سره په خبرو کې وویل، چې د ترهګریزو ډلو له بریدونو او ګواښونو سره ـ سره، افغانانو په ځانګړې توګه مېرمنو د ټاکنو په ملي پروسه کې پراخه ونډه واخېسته، چې دا د حکومت او د افغانستان دخلکو لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
هغه خوښې وښوده، چې په لومړي ځل افغان مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي جرګې ټاکنو د امنیت تامین مسوولیت پر غاړه درلود، چې د وسله والو وران کاره ډلو هر راز بریدونه او ګواښونه یې شنډ کړل.
دملي امنیت سلاکار د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې مذاکراتو ته په اشارې وویل، حکومت او بهرني ملګري په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره قوي اراده لري او په دې اړه سولې عالي شورا عملآ خپلې چارې مخ ته وړي. هغه ټینګار وکړ، چې د ترهګریزو او بنسټپاله ډلو په ملاتړو هېوادونو باید جدي فشارونه وارد شي.
دملي امنیت سلاکار وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونوله ترهګرۍ سره مبارزه کې زیاته قرباني ورکړې او اوس تروریستي ډلې زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.
ډاکټر حمدالله محب د خپلو خبرو پر دوام وویل، اوس افغان وسله وال پوځ په ځانګړې توګه هوايي قوتونه پیاوړي شوي او په هر ډول شرایطو کې د خپلې خاورې دفاع کوي.
هغه د نړیوالو رسنیو له استازو مننه وکړه، چې نړیوالو ته یې د افغانستان د وضعیت په اړه ښه تصویر وړاندې کړی دی.
دملي امنیت سلاکار وویل، له کورنیو، ملي او نړیوالو رسنیو سره به د همکارۍ فضا رامنځته کوي او هيله ده، چې د اطلاع رسونې په برخه کې د پام وړ ښه والی راشي. هغه همدا راز په بېلا بېلو برخو کې د خبریالانو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته