امنیت

په بلخ کې دملي غورځنګ ديوه قوماندان ترور .

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه :
دافغانستان  دملي اسلامي غورځنګ  يو قوماندان  په بلخ ولايت کې  ترور شو . په شيرعرب  پرون ناوخته  په مزارشريف ښار کې دناپيژاندو  وسله والو کسانو له خوا  ډزې وشوې . .
عيني شاهدان وايي چي يرغلګر په موټرسايکل  سپاره وو ،  او په دغه قوماندان  له ډزو وروسته  له ساحې  څخه وتښتيدل .
  دبلخ ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند  شير دراني  له باختراژانس سره په اړيکه کې   دملي غورڅنګ  دقوماندان  شير عرب  ترور  تاييد کړ او ويې ويل  چې ددغې پيښې  دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره  پلټنې پيل شوي دي .
تراوسه پورې  ددغې پيښې  مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته