کابل باختر دسلواغې لومړي :
د بلخ ولايت د چمتال، چاربولک، دولت آباد، بلخ او د شولګرې د ولسواليو مشرانو او عالمانو د امنيت د تامينولو په خاطر د هېواد له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال مومند کټوازي په خپلو خبروکې له امنيتي ځواکونو څخه دملاتړ په لاره کې دبلخ ولايت له خلکو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د خلکو ملاتړ د هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې د دغو ځواکونو د پياوړتيا سبب کيږي .
دغه راز دوو تنو قومي مشرانو د نورو په استازيتوب ژمنه وکړه چې د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او د امنيت د تامينولو په خاطر هر راز همکارۍ ته چمتو دي .
دا په داسې حال کې ده چې خلک له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او د دولت د وسله والو مخالفينو د ناوړو او ډار اچوونکو عملونو په دليل کرکه لري.
0 1 دقیقه لوستل