امنیت

د هپواد په جنوب کې د پوځيانو د بريد له امله د اتو تنو ډار اچوونکو وژل کېدل

_کابل باختر د  زمري اتلسمه :
  اته تنه ډار اچوونکي د هېواد په جنوب  قندهار ولايت کې د پوځيانو په ناڅاپي بريد کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار په ميوند ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې په يوې امنيتي پوستې د بريد لپاره چمتو شي .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ويل کېږي چې په دې جګړه کې پوځيانو اوکليوالو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته