امنیت

دقندهار دوالي په دفتر دبريد مخه ونيول شوه .

کابل باختر د ليندى شپاړلسمه :
دملي امنيت مامورينو دقندهار ولايت دمقر په ودانۍ دتروريستي بريد مخه ونيوله .
په هغې  خبرپاڼه کې چې دملي امنيت دادارې له خوا خپره شوې ده ويل شوي دي چې دوه تنه ځانمرګي يرغلګر دقندهار ولايت ودانۍ ته له رسيدو مخکې ونيول شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه دوه تنه په سردار مشهور لعل محمد او په اغا جان مشهور دعبدالولي  په  نومونو پيژندل شوي دي
دغوياغيانو دتوب له اوو ګوليو سره چاوديدونکي توکي په يو زرنج ډوله موټر سايکل  کې ځاى پرځاى کړي و او دقندهار  دولايت دمقام دودانۍ ساحې ته ددغه موټرسايکل  دليږدونې په وخت  کې ونيول شول .
په روان کال کې  دقندهار ولايت اوددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ  په ودانيو دتروريستي بريدونو څو يمه طرحه ده چې موخې ته له رسيدو مخکې شنډيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته