امنیت

داعشيانو په اچين کې جيل جوړ کړى دى

کابل باختر د وږې دمياشتې ٢٠ :
په داسې حال کې چې  دپاکستان پوځي مقامات په افغانستان کې  دتروريستي ډلو په ملاتړ کې  خپل هر راز لاس لرل  ردوي ،  دننګرهار ولايت  د اچين ولسوال وايي  چې په دغې ولسوالۍ کې  داعشيان د ډيورند کرښې له  اخوا څخه سمباليږي.
دباخترآژانس د خبر له مخې : 
دداعش  تروريستي ډلې   دننګرهار ولايت  په اچين ولسوالۍ کې خپل فعاليتونه  جدي کړي دي او زياتې هلې ځلې کوي چې دغه ولسوالۍ  ددغې  ډلې  په عمومي مرکز بدله  کړي  او د دغې ولسوالۍ  او له شاوخوا سيمو څخه دطالبانو دشړلو په لټه کې دي.
په دې وروستيو وختو کې رسنيو افشا کړه چې داعش  په اچين کې  درې جيلونه جوړ کړي دي  اوڅه ناڅه يوسلو ديرش تنه  سيمه ييز خلک ، قومي مشران  او يوشمير حکومتي عسکر پکې بنديان دي.
دغه راز په رسنيو کې ويل شوي دي  چې داعشيانو تراوسه پورې دسيمې  شپږ تنه اوسيدونکي وژلي دي.
د اچين ولسوال  حاجي محمد غالب مجاهد تائيد کړې ده چې دغه ډله  دډيورند کرښې ته څيرمه غرونو کې  درې جيلونه  جوړ کړي دي چې دديني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون  يوسلو ديرش تنه پکي ساتل کيږي .
داچين ولسوال ويلي  دي چې دداعش تروريستي ډلې  ددغو جيلونوپه جوړولو سره  ځانګړي هدفونه تعقيبوي او هلې  ځلې کوي چې په بنديانو  خپل شرطونه ومني.
ده دغه راز ويلي دي  چې داعشيان دتيرا له  لارې دپاکستان له خوا سمبال او تمويليږي .
عيني شاهدانو هم  ويلي دي  چې داعشيان  له پاکستان څخه وسلې  ، خوراکي او دسون توکي ترلاسه کوي.
دغه څرګندونې په داسې   حال کې کيږي چې داعشيان په لومړي ګام کې له اچين ولسوالۍ څخه دطالبانو دشړلو په فکر کې دي  او وروسته  غواړي دغه کسان دننګرهار له نورو برخو څخه هم وشړي .
دوى دتيرو دريو مياشتو په بهيرکې له طالبانو سره خونړۍ جګړې کړې دي او يوه ويډيو يې هم خپره کړې ده او  ادعا يې کړې ده، لس تنه چې طالبانو ته يې جاسوسي کوله؛ وژلي دي .
د داعش شتون  د ننګرهار ولايت لپاره  حالات  چې دهېواد يو لومړى درجه ولايت دى؛ خراب کړي دي .
څرنګه چې تيره اوونۍ دننګرهار ولايت  سياسي او جهادي شخصيتونو په کابل کې په يوه غونډه کې خبر دارى ورکړ: که چېرې دولت تر  پنځلسو ورځو پورې  دهېواد دختيځو ولايتونو دحالت  دښه کولو په خاطر تصميم ونه نيسي؛ دوى به په خپله اقدام وکړي.
سياسي کارپوهان  طالبانو ته خبر دارى  ورکوي چې پاکستان د يوشمير نورو هېوادونو له استخباراتو سره داعش يې دطالبانو بديل انتخاب کړى دى او د طالبانو ترمنځ موجودې ستونزې  دپاکستان داستخباراتو دپروګرامونو يوه برخه ده  چې دغه ډله له منځه يوسي .
ښه به دا وي چې دوى د ملامنصور دادالله خبرو ته  په پاملرنې سره   چې وايي : دطالبانو مشرتابه  او قوماندانان د آى اس آى  له خوا ټاکل کيږي ، پوه شي  او  د دولت ترڅنګ ودريږي  او دهغو عواملو پرخلاف چې دافغانستان د ويجاړولو او د خلکو د وژنې سبب کيږي  ، ودريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته