دهرات ښار باختردتلې دمياشتې٣ نيټه :
د هرات ولايت د کشک کهنه ولسوالۍ اجرائيه مدير پرون مازيګر د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ټپي شو.
د هرات د حوزوي روغتون د سرطبيب ډاکترمحمد عارف جلالي د څرګندونوله مخې؛ په دغه کس پرون د پخوانۍ فرقې په سيمه کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو ډزې وشوې چې له امله يې دغه کس ټپي او د درملنې په مقصد دغه روغتون ته وليږدول شو.
ښاغلي جلالي د ټپي روغتيايي حالت ښه وباله او ويې ويل چې پرون هم پنځه تنه نور چې د ډزو له امله ټپيان شوي وو، د درملنې په مقصد دغه روغتون ته ليږدول شوي دي.
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ