اقتصاد

د افغانستان د صاداراتو د پراختیا پر وړاندې د فرصتونو او ننګونو په اړه د هماهنګۍ غونډه وشوه

کابل/ د لړم ٧مه/باختر
د افغانستان د صاداراتو د پراختیا پر وړاندې د فرصتونو او ننګونو په اړه نن د هماهنګۍ غونډه وشوه.
د جمهوري رياست د چارو ادارې لوى رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ريیس سېد عبدالوحید قتالي په مشرۍ جوړه شوه؛ د چارو ادارې تخنیکي مرستیال، د مالیې، صنعت او تجارت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او وزارتونو معینانو، د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې ريیس، د استندرد ملي ادارې سرپرست، د چارو ادارې د لوی ریاست اړوندو ريیسانو او په کابل کې د جرمني، هند، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، د فدراتیفې روسیې او ترکیې هېواد سفارت معاونینو او سوداګریزو اتشو پکې ګډون کړى و.
په غونډه کې د افغانستان صادراتو ته د آسانتیاوو د برابرو په موخه هر اړخیر بحث وشو. همدارنګه د چابهار، لاجوردو لارې، حیرتان بندر او هوایې دهلیزونو له لارې د افغانستان د صادرتو پر وړاندې د ستونزو د حل په موخه پرېکړې وشوې.
په غونډه کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ريیس د صادراتو په برخه کې د دوستو هېوادونو له همکاریو څخه مننه وکړه او د دولت له هڅو څخه یې د امنیت، صادراتو او له نړیوالو معیارونو سره د برابرولو په برخه کې ډاډ ورکړ.
قتالي د افغانستان د صادراتو او د هېواد د کرنیزو محصولاتو او توکو د بازارموندنې د ودې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ د دوام غوښتنه وکړه او د نننۍ غونډه یې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مثبت ګام وباله.
د جمهوري ریاست دچارو ادارې تخنیکي مرستیال هم د افغاني محصولاتو صادرولو په اړه د جمهور ريیس د لیدلوري واضح کولو سره له برخه والو هېوادونو وغوښتل چې د ترانزیت تعرفې کمولو، د افغان سوداګرو د ویزو د ستونزو د حل او د افغاني محصولاتو صادراتو لپاره اسانتیاو برابرولو باندې غور وکړي.
په ناسته کې د برخه اخیستونکو هېوادونو سوداګریزو اتشو ژمنه وکړه چې په خپلو هېوادونو کې به افغان سوداګرو ته د اسانتیاو د برابرولو لپاره هر ډول هڅې وکړي، هغوی په خپل وار خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او د افغانستان د صادراتو او وارداتو په توازن یې ټینګار وکړ.
پاى/ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته