کابل باخترد زمرۍ دمياشتې ٢٧
د ملي امنيت د لوى رياست منسوبينو څلور تنه د هلمند ولايت په مربوطاتو کې د تروريستي فعاليتونو په تور ونيول .
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو ديو لړ اوپراتيفي عملياتو په ترڅ کې څلور تنه د ورانکارو او تروريستي فعاليتونو په تور له يو کلاشينکوف او نورو تجهيزاتو سره د هلمند ولايت د لښکرګاه ښا په مربوطاتو کې ونيول .
نيول شويو کسانو د تحقيقاتو په بهير کې اعتراف کړى دى چې په دغه ولايت کې يې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو او د ماينونو په شخولو کې ونډه لرله.
ديوبل خبرله مخې :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو په يو بل اقدام کې د ګرشک ولسوالۍ
د طالبانو د ډلې پوځي مسوول په اسد مشهور په قاري محب الله پورې اړوند د هلمندولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د تروريستانو يو پټنځاى کشف او په دغه پټنځي کې يې يوه زياته اندازه وسلې او حربي اونظامي مهمات ترلاسه کړل.