ورزش

دسمنګانو او جوزجان دفوټبال ټيمونه لوبه کوي.

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
دفوټبال انتخاباتي سيالۍ نن په جوزجان ولايت کې په يوې لوبې سره دوام مومي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دسمنګانو او جوزجان ټيمونه لوبه کوي.
دقيومي دڅرګندونو له مخې: دفوټبال انتخاباتي سيالۍ دسيمرغ البرز ټيم ته دغوره څيرو دپيژندنې په مقصد له پرون راپه دې خوا دشپږو ټيمونو په ګډون په جوزجان ولايت کې پيل شوې دي چې په پرونيو لوبو، کې دسرپل ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره دسمنګانو ټيم ته ماتې ورکړه او دفارياب او جوزجان ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته