خبرونهاقتصادټولنه

چارواکي: هر کال ۲۵۰۰ ټنه د چرګانو غوښه بازار ته وړاندې کېږي

کابل، د مرغومې ۱۸ مه، باختر

د کندزد کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي، چې هرکال ۲۵۰۰ ټنه د چرګانو غوښه بازارته وړاندې کېږي.

د کندز ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتيا آمر ډاکتر نجیب الله حسن د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې په دې ولایت کې د چرګانو ۱۳۰۰ فارمونه شتون لري، چې  په دې فارمونو کې د نورو کلونو په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې له امله یې له دغو فارمونو څخه هرکال ۲۵۰۰ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغو فارمونو د ډېروالي یواځېنی لامل له دوه کیلو څخه ډېره اندازه بهرنیو چرګانو واردول، د چرګانو فارم لرونکو ته پر وخت واکسین وېشل او په‌ دې برخه کې د یو شمېر موسسو مسوولینو سره همغږۍ ده چې په فارمونو کې زیاتوالی راغلی.

دغه‌ راز په کندز کې د چرګانو فارمونو د اتحادیې مشر عبدالولي محمدي وویل چې سږکال د نورو کلونو په پرتله په یاد ولایت کې  ټول فارمونه فعال دي او په دې برخه کې هېڅ راز ستونزې شتون نه لري.

د یادونې وړ ده چې د کندز او ولسوالیو په کچه  کې ۱۳۰۰ د چرګانو فارمونه شتون لري چې هر کال ترې ۲۵۰۰ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته