سیاست

دجمهوري رياست دانتخاباتو دلسو تنواحتمالي کانديدانو نومونه په ابتدايي لست کې اعلام شول .

کابل باختر دتلي ديرشمه :
دجمهوري رياست دانتخاباتو  د اووه ويشتو تنو احتمالي کانديدانو  له جملې څخه  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  دلسو تنو نومونه  اعلام  او نور اوولس تنه کانديدان ابتدايي لست ته  لاره  ونه موندله .
  دباختراژانس دخبر له مخې :    ډاکتر زلمي رسول ،  ډاکتر عبدالله  عبدالله ،
پروفيسر عبدالرب رسول سياف ،  ډاکتر اشرف غني احمدزى  ، قيوم کرز ى ،
نادر نعيم ، قطب الدين هلال ، ګل اغا شيرزى  ، جنرال عبدالرحيم وردک  او هدايت امين ارسلا  دجمهوري رياست  د احتمالي کانديدانو له جملې څخه دي  چې دکميسيون  په ابتدايي لست کې نومونه يې ليکل شوي دي   او اوولس تنه نور  دبيلابيلو دليلونو له امله  له ابتدايي لست  څخه  نومونه  يې وتلي دي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس  ډاکتر يوسف نورستاني  نن ماښام په يوه خبري کنفرانس کې د دې تر څنګ چې  دکانديدانو دسندونو د څيړنې دبهير په شفافيت باندې ټينګار وکړ  ويې ويل :  د دوه ګوني تابعيت ، حمايتي کارتونه دهيواد له شلو ولايتونو څخه  په سلوکې د دوه ملاتړيزو کارتونو د نه بشپړولو ستونزې  له هغومسايلو څخه دي  چې اوولس تنه کانديدان  ورسره مخامخ وو .
  ده وويل :   هغه کانديدان  چې ابتدايي لست ته يې لاره نه ده  موندلې کولاى شي  تر شلو ورځو پورې  دانتخاباتي شکايتونو کميسيون ته خپل اعتراض وړاندې کړي . او هره پريکړه چې  دغه کميسيون وکړي  دتطبيق وړ دى .
عزيز الله لودين ، حشمت غني  احمدزى ، فضل کريم نجمي ، دل آقا کوهدامني ،  سيد اسحق ګيلاني ، بسم الله شير ، حميد الله قادري ، سرور احمدزي ، داود سلطانزوي ، خديجه غزنوي ، ډاکتر انور الحق احدي ، سلمان علي دوست زاده ،  ډاکتر فاروق اعظم ،  نادر شاه احمدزي ، عبدالهادي دبير ، داور احمد نادي  او نور رحمن ليوال  دهغو کانديدانو له جملي څخه دي  چې ابتدايي لست ته يې  لاره نه ده  موندلې . 
دنورستاني دڅرګندونو له مخې  :  دوه زره اووه سوه څلور تنه چې درې سوه اته تنه يې ښځې دي  دولايتي شوراګانو  داحتمالي کانديدانو په توګه انتخاباتودخپلواک کميسيون  ابتدايي لست ته يې لاره موندلې ده  .
دکانديدانو وروستى لست  دلړم دمياشتې  په پنځه ويشتمه نيټه دانتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيون  له څيړنې وروسته اعلاميږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته