کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
دبدخشان ولايت د زياترو ولسواليو اوسيدونکي دمواصلاتي لارو دتړل کيدو له امله نه شي کولاى دراتلونکي کال دجمهوري رياست په انتخاباتو کې ګډون وکړي .
دبدخشان والي ډاکتر شاه ولى الله اديب باختر آژانس ته وويل : که چيرې انتخابات د وري په مياشت کې ترسره شي څه ناڅه ديوولسو ولسواليو اوسيدونکي دسختې واورې د اورښت له امله په انتخاباتو کې ګډون نه شي کولاى او بدخشان د رايې ورکولو دکارتونو داخستلو له پلوه دريم ځاى لري او د رايي ورکولو دوه سوه اتيا مرکزونه لري چې اته مرکزونه د وردوج ، يفتل ،جرم ،تګاب او راغ په ولسواليو کې په لوړ ګواښ کې دي .
د بدخشان ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال فضل الدين عيار وايي د جمهوري رياست او دولايتي شورګانو دانتخاباتو تر وخته پورې هڅه کوي چې د ټولو نا امنو سيمو امنيت تامين کړي .
0 1 دقیقه لوستل