اقتصاد

دعينکو دمسو دکان دماين پاکولو قرارداد لاسليک شو

کابل باختر د لړم اتمه
دعينکو دمسو دکان دماين پاکولو ددريم پړاو قراردادنن دکانونو دوزير وحيد الله شهراني او دام ډي سي دماين شنډولو داداري درييس انجنير محمد شهاب حکېمي له خوا لاسليک شو .
دکانونو  وزارت دويندوي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ په دريم پړاو کې چې ټولټال  پنځه مليونه څلور سوه پنځوس زره نهه سوه شپږ ديرش امريکايي ډالره لګښت غواړي د عينکو دمسو په کان پوري  اړوند اته مليونه درې سوه شپږ اتيا زره شپږ پنځوس متره مربع ځمکې ساحه دماينونو له شتون  څخه او يو ويشت مليونه اووه سوه ديارلس  زره نهه سوه څلور څلويشت متره مربع ځمکې  ساحه دټوبګي ، پاچې ، او دباتو خيلو په کليو ، ددشتګ دکلي داوبو په مغزن او دکان په نوي سړک کې  دناچاودلو مهماتو او موادو له شتون څخه پاکېږي .
ددغه قرارداد دلاسليک کولو په وخت دافغانستان  دماين پاکولو دهمغږي  دمرکز داداري رييس محمد صديق راشد او د ام دي سي دماين پاکولو دسمون رييس محمد قاسم سمندر ي هم دکتونکو په توګه دغه سند لاسليک کړ .
دعينکو دمسو دکان په ساحه کې يو مليونو څلرو سوه زره متره مربع ځمکې ساحه دافغانستان دماين پاکولو دپلان جوړولو داداري لهخوا دبيي له ورکولو پرته پاکه شوه .
رووسته دشپږ ويشت مليونو شپږ سوه پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت دڅلور مليونو يو سلو پنځه ديرش  متره مربع ځمکې ساحه دکانونو وزارت لهخوا له قرارداد وروسته په اتلسو مياشتو کې دام دي سي موسسي له خوا پاکه شوه .
  په دويم پړاو کې هم دکانونو وزارت او دام ډي سي موسسي ترمنځ دقرارداد  له لاسليک وروسته دشپږ مليونه يوسلو اووه زره اته سوه څلويښت متره مربع  ځمکې  ساحه دماينونو او ناچاودلو مهماتو له شتون څخه پاکه شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته