امنیت

ددولت شل تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  يو ديرشمه :
دامنيتي ځواکونو په پرونيو ګډو عملياتو کې ددولت شل تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، تخار ، کندز ، فارياب ، سرپل ، روزګان او دلوګر دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې ددولت شل تنه وسله وال مخالفين ووژل شول څلور تنه ټپيان او دوه تنه نور ونيول شول او يوه اندازه جنګي وسايل  هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي  .
ديادونې وړ ده چې همدا اوس دهيواد په يوشمير ولايتونوکې ددولت دوسله والو مخالفينو دځپلو  په مقصد چاڼيز عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته