کابل باختر –د زمرۍ دمياشتې ٢٧
د هيواد دخپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو دڅلور نوې يمې کاليزې په مناسبت دڅرمنې د صنايعو لومړنى ملي نندارتون نن په کابل کې پرانستل شو.
د باخترآژانس دخبرله مخې :
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوى و، دکسبګرو دملي اتحاديې د مرکزي شورا رييس محمدحسن سپاهي دخبرو په ترڅ کې وويل ، په دې نندارتون کې له مرکز او ولايتونو څخه د ښخو دسلو کارخانو توليدات نندارې ته وړاندې شوي دي .
دغه راز د سوداګرې او صنايعو وزير ډاکتر انوارالحق احدي په دغو مراسمو کې وويل : دغه ننداتون د هيواد دڅرمنې دصنايعو په معرفي کولو کې مهم رول لوبوي او د صنايعو دبيلابيلو برخو صنعتکاران کولاى شي له هغو اسانتياو څخه چې دصنايعو دهڅونې په پاليسۍ کې هغوې ته برابرې شوې دي ګټه واخلي.
د مراسموپه پاى کې دنړۍ فيلسوف پروفيسر محمد صديق افغان او دافغانستان دسوداګري او صنايعو د خونو دعامل هيت رييس محمدقربان حقجو په وار سره د موضوع په باب خبرې وکړې.
دغه نندارتون د دوو ورځو لپاره د سهار له نهو بجو څخه د مازديګر تر شپږوبجو پورې د کابل ښار د شهيد عبدالحق په څلور لاري کې د قصردينا په هوتل کې دمينه والو پرمخ پرانستى دى .
0 1 دقیقه لوستل