امنیت

له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ د ژمنو دوام مهم دی

کابل باختر د چنګاښ لسمه
دافغانستان دملي دفاع وزارت له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو د ملاتړ د ژمنو له دوام څخه مننه وکړه. د تېرې پنجشنبې په ورځ د ناټو دفاع وزیرانو په بروکسل کې د یوې ناستې په ترڅ  کې، چې د ناټو ۳۹ غړیو او متحدینو پکې برخه اخیستې وه، یو ځل بیا له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ په اړه پخپلو ژمنو ټینګار وکړ.
دملي دفاع وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو د ملاتړ د ژمنو دوام د دغه وزارت د څلور کلن پلان د تطبیق لپاره حیاتي او اړین دی.
د وزیري په وینا، د څلورکلن پلان له مخې به د عامه نظم او سرحدي پولیسو ځواکونه د دغه وزارت په چوکاټ کې مدغم شي. وزیري زیاته کړه، چې د دغه پلان له مخې به د کومانډو ځواکونو په شمېر کې زیاتوالی راشي او له فرقې څخه به قول اردو ته ولېږدول شي.
د ملي دفاع وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، چې د ملي دفاع وزارت د څلور کلن پلان پر بنسټ به د افغانستان هوایي ځواکونه سمبال او پیاوړي شي او نوي ټولګي به پکې رامنځته شي.
وزیري ټینګار وکړ، چې د دغه پلان د تطبیق په موخه د افغان امنیتي ځواکونو، سمبالښت او روزنې ته اړتیا ده، چې د ناټو د ملاتړ د ژمنو دوام په دې برخه کې مرسته کولای شي.د ناټو ددفاع دوزیرانو ناسته، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې جوړه شوې وه؛ د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي هم پکې ګډون کړی ؤ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته