سیاست

تبصره:

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٦
افغانستان ، د ټولو افغانانو ګډ کور دى او له همدې امله دولت بايد دليږکيو انديښنې پاى ته ورسوي.
دباختر آژانس سياسي مبصر ليکي:
په دې وروستيو وختو کې داسې رپوټونه ترلاسه شوي دي چې ګنې دافغانستان سکان او هندوان له خپل ټاټوبي څخه وځي او ددغې موضوع دليل يې ټولنيز توپير او دافغاني ټولنې د دويمې درجې دتابعيت ځاى بللى دى.
دبيارغاونې او جوړولو په فصل کې دنوي افغانستان يو برياليتوب دامساله وه چې افغانستان له کلونو کلونو بحران او شخړو وروسته دهيواد داساسى قانون په رڼا کې دافغانانو په ګډ کور بدل شو.
دهيواد سياستوالو په وار وار دغه مساله په ډاګه او مستنده کړې ده چې له کلونو کلونو وروسته په نظام کې  دبيلابيلو مدافعانو د قومونو د استازو په بيلابيلو مفکورو سره په نظام  کې دمخالف او موافق پراخ شتون،افغانستان دافغانانو په ګډ کور بدل کړى دى.
په اساسي قانون کې چې يادونه يې وشوه په وار وار په دغې موضوع باندې ټينګار شوى دى او دمذهبي او قومي ليږکيو دساتنې تضمين شوى دى
دهيواد اساسي قانوني په ٢٢ ماده کې په صراحت سره ليکل شوي دي چې دافغانستان داتباعو ترمنځ هر راز توپير او امتياز منع دى.
دښځې او نارينه په ګډون دافغانستان اتباعو دقانون په وړاندې برابر حقوق او وجيبې لري.
دلته په اتباعو کې قومي او مذهبي لږکې شامل دي کله چې قانون دهيواد داتباعو په وجيبو او حقوقو ټينګار کوي نور دانديښنې ځاى شتون لري بيا هم دهيواد داساسي قانون په دويمه ماده کې ليکل شوي دي .
د دنورو اديانو پيروان د دين په پيروي او دخپلو ديني مراسمو په پرځاى کولو کې دقانون حکمونو په حدودو کې آزاد دى.
دغه راز د هيواد داساسي قانون له مخې دافغانستان هر وګړى افغان بلل کيږي هندوان او سکان هم افغانان دي دافغانستان دتابعيت تذکره لري له قانون سره سم دهغوى دستونزو او چلنجونو څيړنه او حل کول ،د دولت اساسي مکلفيت دى چې بايد پاملرنه ورته وشي انديښنې له منځه لاړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته