سیاست

جمهور رئيس احمدزي د عدالت او پراختیا ګوند له ځينوغړو سره وکتل

کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن له غرمې وروسته د عدالت او پراختیا ګوند له ځينو غړو سره په ارګ کې اختر مبارکي وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د دغه ګوند غړو جمهور رئيس احمدزي ته د جمهوري ریاست د تبريکۍ په ترڅ کې ډاکټر احمدزی د افغانستان د آبادولو په برخه کې ژمن وباله.
دوی همدارازهيله څرګنده کړه چې دغه حکومت به یو عدالت محوره او له هېڅ ډول تبعیض پرته حکومت وي.
جمهور رئيس احمدزي، د عدالت او پراختیا ګوند ته هيله څرګنده کړه چې د ملت د همکاريو له لارې د افغانستان سیاست، د تکامل مرحلې ته رسيږي او دا به د هېواد له سیاسي ثبات سره مرسته وکړي.
ډاکټر احمدزي د افغانستان په اداروکې د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د ځوانانو رول مهم وباله او ځوانان يې د کار محور وبلل او دا يې شعار نه، بلکې د حکومت یو عملي ګام وباله.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته