سیاست

د جمهور رئیس غني او جمهور رئیس محمدوف په حضورکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اووه موافقتنامې لاسلیک شوې

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې چې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه په کې وغږول شول، پرون له غرمې مخکې په پلازمېنه عشق اباد کې د یاد هېواد په جمهوري ریاست کې ښه راغلاست ووایه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د تشریفاتو قطعې له معاینې او یو بل ته د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاویو له ورپېژندلو وروسته جمهور رئیس غني او د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف په خپلمنځي کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ترکمنستان جمهور رئیس له جمهور رئیس غني څخه له دې امله مننه وکړه چې د ده په رسمي بلنه یې ترکمنستان ته سفر وکړ او همدارنګه یې دغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي لپاره ګټور وباله.
نوموړي وویل، ترکمنستان له افغانستان سره د غازو، انرژۍ او ترانزیت په برخه کې سندونه لاسلک کړي او په دې برخه کې مهمې پروژې پیل شوې دي. هغه زیاته کړه، موږ به هم افغانستان ته او هم د افغانستان له لارې زیاته برېښنا صادره کړو.
ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف وویل، د برېښنا صادرات او اقتصادي همکاري د ترکمنستان او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا او خلکو ته د شغل د ایجاد ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې هم لویه مرسته کولی شي.
هغه څرګنده کړه، هېواد به یې د اقتصادي همکاریو ترڅنګ له افغانستان سره فرهنګي او بشري همکارۍ هم زیاتې کړي، ځکه ترکمنستان او افغانستان ګډ تاریخي، کلتوري، هنري ارزښتونه او مشترکات سره لري.
د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، هېواد یې په بېلابېلو برخو کې د افغان محصلینو د روزنې په برخه کې کافي ظرفیت لري او موږ به په دې برخه کې له افغانستان سره خپله همکاري دوامداره وساتو.
په دې کتنه کې د ترکمنستان جمهور رئیس د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ته په ترکمنستان کې ترسره کېدونکو اسیايي رزمي لوبو او سیالیوکې د ګډون بلنه ورکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا سفر به د دواړو هېوادونو لپاره ښې پایلې ولري.
ښاغلي محمدوف وویل، زموږ اړیکې په لوړه کچه موجودې دي او دا اړیکې به نورې هم پراخه او پیاوړې کړو. هغه زیاته کړه، د تروریزم، افراطیت، نشه یي توکو او سازمان شویو جرمونو په اړه مبارزه د هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري او په دې اړه زموږ او د معتبره بین المللي سازمانونو نظریات سره ورته دي.
قربانقلي بردي محمدوف وویل، ترکمنستان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ له سیمې سره هم ښه مناسبات لري او همدارنګه د سیمې د هېوادونو لپاره د همکاریو داسې طرحې لرو چې د هېوادونو د اقتصادي ودې او راتلونکي لپاره ګټورې دي.
جمهور رئیس غني د ترکمنستان له جمهور رئیس څخه د ده د تود هرکلي او مېلمه پالنې ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو له امله مننه وکړه او وې ویل، د ترکمنستان بې طرفه مثبت سیاست د سیمې او نړۍ لپاره یو مثال دی او د همدغه سیاست له امله افغانستان او ترکمنستان دوه ښه دوستان دي.
جمهور رئیس وویل، نړۍ هره ورځ د ترکمنستان د دغه مثبت سیاست شاهده ده، هغه زیاته کړه، افغانستان او ترکمنستان د ګډو تاریخي ارزښتونو او میراث له مخې دوستانه اړیکې او مناسبات لري.
د هېواد جمهور رئیس د ترکمنستان له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې د اتامراد- اقینې اورګاډي کرښې د پرانیستې لپاره افغانستان ته راغلی وو او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې د تورغنډۍ اورګاډي کرښې د نښلولو شاهدان واوسو.
جمهور رئییس د ترکمنستان په کوربه توب د بین المللي ټرانسپورټ کنفرانس د همکاریو د رامنځته کولو لپاره یو اساس وباله او زیاته یې کړه، د انرژۍ په برخه کې زموږ همکارۍ ورځ تر بلې زیاتېږي، ځکه برېښنا د زیربنا ، زیربنا تشکیلوي.
جمهور رئیس غني وویل، کله چې د مرکزي اسیا انرژي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدول شي، نو اسیا به بدله شي، هغه زیاته کړه، دا به یوازې اړیکه نه، بلکې مواصلاتي دهلېز وي او دا به د دې لامل شي چې ترکمنستان او افغانستان د اسیا نورو هېوادونو او اروپا سره په اساسي توګه وصل شي.
د دغې کتنې په پای کې د افغانستان او ترکمنستان مقاماتو  د افغانستان د جوزجان او د ترکمنستان مخدوم قلي دولتي پوهنتونو تر منځ دعلمي او ښوونیزو چارو، د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو، د اوبو او انرژۍ وزارتونو تر منځ، د غالیو د صنعت، د جاده یي بین المللي ټرانسپورټ، د افغانستان او ترکمنستان دولتي سرحد کې د اورګاډي کرښې بین المللي عبور د ځای، د اقینه- امام نظر تم ځایونو تر منځ د افغانستان-ترکمنستان د دولتي سرحد له لارې د اورګاډي کرښې د سازماندهي په اړه د همکاریو اووه بېلابېلې موافقتنامې لاسلیک کړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته