خبرونهاقتصادټولنه

پکتیا کې د (درک سربند او کانال) د رغولو چارې بشپړې شوې

 

کابل، د لړم ۲۴ مه، باختر

د پکتیا سیندیزې او فرعي حوزې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د (درک سربند او کانال) د رغولو چارې بشپړې شوې دي.

د پکتیا د سیندیزې او فرعي حوزې رئیس مولوي محمد کریم فاتح د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د ټېلو موسسې په مالي ملاتړ د ۱۱۹ زره ۷۴۰ امریکايي ډالرو په لګښت د (درک سربند او کانال) د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه زیاته کړه چې له دغه سربند او کانال څخه له  ۳ لويو او ۱۱ کوچنيو کليو څخه  ۱۲۰۰ کورنۍ ګټه پورته کوي او ۵۴۲۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبېږي.

د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د دغې پروژې ارزښت په اړه ویلي، چې دا سربند او کانال د اوبو تنظیم او کرنې په برخه کې د ولسونو اړتیاوو لپاره مهمه او ګټوره عملي شوې پروژه ده.

ورته مهال د سیمې ځايي خلک د یادې پروژې پلي کېدوته خوښي وښوده او د نورو ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته