دکابل پوليسو نن درې تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
د ١٠١ اسمايي ساحوي زون دقوماندانۍ ويندوى باختر اژانس ته وويل دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزي دلوى مديريت دکارکوونکو دهلوځلو له امله نن دپوليسو داوولسمې حوزي دسراي شمالي په ساحه کې په يوکرولا موټر کې ١٩ کيلو اپين او ١٣ کيلو چرس ترلاسه شول
دغه راز په دي اړوند درې تنه مشکوک کسان د پوليسو له خوا نيول شوي دي .