امنیت

په چار دره کې نولسو تنو وسله والو طالبانوته مرګ ژوبله واوښته

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په دوام په دغې ولسوالۍ پورې اړوند څو کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
له پرون راپه دې خوا دسيمه ييزو پوليسو درې پوستې چې دوسله والو طالبانو له خوا نيول شوې وې؛  د اتو تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدو او د ديوولسو تنو نورو طالبانو په ټپي کيدو سره ،بيرته دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې او اوس پوليس په دغو پوستو کې ځاى پرځاى شوي دي .
دکندز ولايت دامنيې قوماندان ويندوى سيد سرورحسيني دباختر آژانس خبريال ته وويل :په دغو عملياتو کې دچار درې ولسوالۍ دشيخانو، نهرصوفي، مامور غيور،ګورتيپې او دمدرسې کلي پاک شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل : په پرونيو عملياتو کې دوه تنه سيمه ييز پوليسان هم ټپيان شوي دي خو ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته