نړۍ

پنځه تنه په خيبر ايجسنۍ کې وو ژل شول

پيښور ډي ډان   باختردلړم دمياشتې ١١ :
د خيبر ايجنسۍ دتحصيل دباړې  په  مربوطاتو کې دپاکستاني پوځيانو او دمليشه طالبانو ترمنځ نښته کې پنځه تنه ووژل شول.
باخترآژانس  دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :
په دې  جګړه کې چې تيره شپه داکاخيلو په ناحيه کې  ونښته  دپاکستان يو امنيتي منسوب هم ټپي شو اوپه دې ناحيه کې  داستوګنې په يوه کور دهاوان دماين  دلګيدوله امله  يوه ښځه او دوه ماشومان ووژل شول   او دوه تنه نور ټپيان  شول .
مليشه طالبان  دباړې له ناحيې څخه په پيښور کې  دشتون لپاره   استفاده کوي او پيښور ښار ته څيرمه  دپوليسو  او دپوځيانو  دپلټنې په پوستو  بريدونه کوي.
دخيبرايجنسۍ په باړه کې پرون هم دمليشه طالبانو په پټنځيو دهوايي بريدونو له امله  څه ناڅه ديارلس تنه مليشه طالبان او دوه تنه عسکر وو ژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته