امنیت

اووه تنه مشکوک کسان په ننګرهار ولايت کې ونيول شول

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٦
اووه تنه مشکوک کسان له يوې اندازې جنګي وسايلو سره د پوليسو له خوا په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: د جلال آباد ښار د هوايي ډګر د (صفر ٢) د پوليسو د خاصې قطعې ځواکونو په هغو عملياتوکې چې تېره شپه يې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د للمې په ساحه کې ترسره کړل؛ اووه تنه مشکوک کسان يې له يوې اندازې جنګي وسايلو سره ونيول.
خبرځاى وويل: په دغوجنګي وسايلوکې څلور کلاشينکوفونه، ډول ډول تومانچې، د توغندي ديرش ماينونه او مهمات شامل دي چې طالبانو غوښتل له دغو جنګي وسايلو څخه د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کې ورانکار او تروريستي عملونه ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته