سیاست

د ښار او کور جوړولو وزارت مشرتابه پلاوي جمهوررئیس غني ته د خپلو اجرآتو راپور وړاندې کړ

کابل باختر د سلواغې د مياشتې ١٢ مه:
د ښار اوکورجوړولو وزارت مشرتابه پلاوي پرون له غرمې وروسته دغه وزارت ته د ودانیزو پروژو د انتقال، د دارالامان د تاریخي ودانۍ د بیارغاونې، د هېواد د تاریخي ځایونو او جامع جوماتونو د جوړولو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس ته راپور وړاندې کړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې اړه په ارګ کې جوړې شوې غونډه کې دغه پلاوي زیاته کړه، د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۲۹۲۴ګڼې حکم له مخې د وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو د ودانیزو پروژو بودجوي مسائل او تشکیلاتي جوړښتونه د کور او ښار جوړولو وزارت ته انتقال شوي دي چې دغه وزارت یې په اړه لازم اقدامات ترسره کړي دي.
د دغه پلاوي په خبره، د همغږۍ کمېټه ټاکل شوې او ګمارل شوې ده او په دغه برخه کې يې دندې مشخص شوې دي، همدارنګه د اجرا او ډیزاین په حال کې ودانیزو پروژو لېست ترتیب شوی دی، د ودانیزو چارو بودجوي او تشکیلاتي مسائلو ارزونه او انتقال روان دی.
د وړاندې شوي راپور له مخې داسې میکانیزم جوړ شوی دی چې د پروژو د انتقال بهیر درې پړاوونو کې ترسره شي، چې د چمتوالي پړاوونه او د معلوماتو راټولول، د ودانیزو پروژو انتقال او له لېږد وروسته د ودانیزو پروژو مدیریت په کې شامل دی. 
دغه پلاوي څرګنده کړه، د ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو له ودانیزو، تدارکاتو او بشري سرچینو برخو سره په دې اړه د همغږۍ غونډې جوړې شوې دي او د کور او ښار جوړولو وزارت له اړوندوزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو سره تفاهم کړی دی.
په یاد راپور کې د کور او ښارجوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د مسلکي او تخصصي ځواک د کمښت، د تجهزاتو، تخنیکي او اداري اسانتیاوو د نشتوالی او د پروژو د مدیریت لپاره د بودجوي امکاناتو د کمښت یادونه کړې ده. 
د دغه راپور په اساس، په مرکز او ولایتونو کې د تخصصي وړتیاوو د زیاتولو په منظور لا زیات تدابیر لکه د پروژو د انسجام دفتر جوړول، په اوه زونونو کې د پروژو د مدیریت لپاره د دفترونو بیارغاونه، د الکترونیکي ارشیف او فایلینګ سیستم جوړول او تر کار لاندې پروژو په تطبیق کې به د تیارو جوړو شویو ودانیزو توکو له ټکنالوژۍ څخه استفاده وشي.
په دغه راپور کې په ۱۳۹۶کال کې د نویو پروژو د انتقال، د هغو ښېګڼې او ننګونې، د تر کار لاندې ټولو پروژو انتقال او ښېګڼې یې او هم د دغه بهیر پر وړاندې د ننګونو په اړه مشخص پیشنهادونه وړاندې شول. د غونډې په دوام، څو نور وړاندیزونه لکه په ټولو ادارو کې د مراقبت څانګې ساتل، د مالي، تخنیکي، تشکیلاتي وړتیاوو د لوړولو او مدیریت، د بهرنیو تمویلوونکو سره د همغږۍ غونډو جوړولو لپاره د مناسب مکان شته والی هم مطرح شو. 
جمهوررئیس غني د دغه راپور له اورېدو وروسته څرګنده کړه چې شته ظرفیتونه باید وارزول شي او د انجینرانو د ظرفیت لوړولو په خاطر پلان د اجرا په حال کې دی. ده زیاته کړه، باید د هرې ادارې سټنډرد روښانه وي او د هرې ادارې مشخصې دندې باید مشخصې وي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، پخوا په ډيزاین کې ستونزې وې په کار ده چې له دغو پروژو هر اړخیزه څارنه وشي. هغه مالي مدیریت مهمه مسئله وبلله او ټینګار یې وکړ چې په سالم مالي مدیریت سره د ودانیو په بیه کې هم کمښت راځي.
د هېواد جمهوررئیس د تیارو جوړو شویو ودانیزو توکو د صنعت اهمیت ته په اشارې د دغه صنعت نوي والي په اړه وویل، د تیارو جوړو شویو ودانیزو توکو ودانۍ باید د هېواد د اقلیم او چاپیریال سره متناسبې جوړې شي. هغه د ټولو پروژو په تطبیق کې پر کیفیت ټینګار وکړ.
هغه د یوې مشخصې برنامې اړتیا ته چې وکولای شي د دولت اړتیاوې په ځانګړي ډول ودانیزو برخو کې مشخصې کړي اشاره وکړه، زیاته یې کړه، په ودانیزه برخه کې دې مالي اړتیاوې له درېوو څخه تر راتلونکو اتو کلونو پورې سنجش شي تر څو د ودانۍ جوړولو وړتیا هم مشخصه شي.
جمهوررئیس محمداشرف غني د ودانۍ جوړولو په برخه کې حفظ او مراقبت مهم وباله وې ویل، اړتیا ده چې په دغه برخه کې یو بنسټ جوړ شي او په دغه حوزه کې مشخص فعالیتونه ولري، چې دغه موضوع د جمهوري ریاست د چارو ادارې ریاست لخوا تعقیبېږي.
د غونډې په دویمه برخه کې، د دارالامان ماڼۍ د بیارغاونې پر دویم فاز کار پيلولو باندې بحث وشو.  په دغه برخه کې زیاته شوه چې د دارالامان پروژې کاري ټیم چې د انجنیرۍ، ساختماني، میخانیک څانګو جوړه ده او تر څنګ یې د پروژې د کنټرول، سنجش، براورد، محافظت او چاپيریال ساتنې څانګې په دغه برخه کې خپلې سروې ګانې ترسره کړې.
پلاوي زیاته کړه، دغه ټیم وکولای شول چې د دارالامان پروژې اول فاز د تخینکي کمېټې تر نظر لاندې په ټاکلي وخت کې بشپړ کړي.
د هېواد جمهوررئیس په دغه برخه کې وویل، د ښاراوکور جوړولو وزارت په دانیزو چارو کې مناسب ظرفیتونه او متخصص کدرونه لري، هڅه دې وشي چې د دارالامان ماڼۍ د دویم فاز کار پيل شي.  
د دې په دوام د تاریخي اماکنو او جامع جوماتونو جوړولو لکه د دارالامان ماڼۍ، تاج بیګ ماڼۍ، د جلال اباد شاهۍ ماڼۍ، په جلال اباد کې د غازي امان الله خان مقبره، د پل خشتي جومات، د مزار شریف روضې، د هرات جامع جومات، د وزیر اکبرخان تپي د شهیدانو پارک، د سردار محمد داوود خان مقبره، د شهرارا د سید سرور قلعه، په شبرغان کې د شهیدانو منار او پارک جوړول، د ولسوالیو لپاره د جوماتونو او ودانیو جوړولو، په شبرغان کې د تفریحي پارکونو جوړول، د پنجشیر منار او د کندهار زوړ جومات جوړولو باندې هر اړخیز بحث وشو.
په دې اړه د هېواد جمهوررئیس وویل، پروژې دې له تخنیکي پلوه وارزول شي او په دغه برخه کې دې مدیریتي پلان چمتو شي ځکه په کار ده چې د تاریخي ابداتو لپاره د څو کلن پلان مدیریت ولرو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته