ورزش

په لوګرکې د آزادی جام ترنامه لاندې د والیبال غوره لیک دوبني سيالۍ دوام لري

کابل / د وږي ۲۸ / باختر
په لوګرکې د آزادی جام ترنامه لاندې د والیبال غوره لیک دوبني سیالۍ د ورزش د ودې په موخه د دغه ولایت د ورزشي آمریت په همکاری ترسره شوې دي، دوام مومي.
د لوګرورزشي آمرولید ستانکزي د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې دغه سیالۍ د شپږو غورو ټيمونوترمنځ د ورزش د ودې او د آزادۍ د نمانځنې په موخه ترسره شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د والیبال د غوره لیک دوبني سیالۍ د لوګرد مرکز او د یوشمېرولسوالیو د شپږو ټیمونوترمنځ څو ورځې مخکې د پل علم ښارپه ورزشي جمنازیوم کې ترسره شوې دي اوموخه یې د ورزش وده، د ورزشکارانوهڅونه او د اسلامي امارت د بریا نمانځل دی .
دغه راز ورزشکاران له مسوولو مقاماتوڅخه وغوښتل چې د ورزش ښه امکانات برابرکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته