امنیت

په مرکزي بغلان کې طالبانوته د سرزیان آوښتی دی

-پلخمري د وږي ۵ باختر
په داسې حال کې چې جګړه په مرکزي بغلان کې دغه راز  دوام لري پوځيان ، وسله والوطالبانوته د سرد زیانونود آوښتوخبرورکوي .
دغه جګړې له تېرې شپې او د طالبانوله برېدونو وروسته پیل شوي دي اودغه راز دوام لري .
پوځیان وايي چې د هوايي قواوو په مرسته وسله وال طالبان په شا تک ته اړ کړي دي.
د دغو جګړو په پایله کې د پلخمري- کندز لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده .
د بغلان د والي ویاند نذیرنجم باخترآژانس ته وویل چې تراوسه پورې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
په وژل شویو کسانوکې د طالبانوڅو قوماندانان هم شامل دي .
د بغلان د والي ویاند وايي ، پوځيان هڅه کوي چې  د ټولو یرغګرو په وژلوسره حالت بېرته عادي کړي. ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته