زاهدان – دايران خبري منابع – باختر دلړم دمياشتې ١٥
دايران دبلوچستان او سيستان ولايت د زابل ښار د څارنوال دسپرلۍ په موټر نن سهار دناپيژندل شويو وسله والو افرادو دبريد له امله دغه څارنوال موسي نورې او چلوونکې يې ووژل شول.
دبلوچستان او سيستان ولايت د شورا يو خبرځاى ويلي دي چې دغه ناوړه قصد دوسلو په استفادې سره ترسره شوى دى.
دزابل ښار دسيستان او بلوچستان ولايت په شمال کې او د زاهدان په دوه سوه کيلومترى کې موقعيت لري او له افغانستان سره هم سرحد دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ