امنیت

ناټو دقارى نصرت الله وژل کيدل تاييد کړل

کابل – باختر دتلې ٢٢
ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره په سرپل ولايت کې دطالبانو ديو مشهور قوماندان قارى نصرت الله وژل کيدل تاييد کړل.
قارى نصرت الله دجمعې په ورځ دسرپل ولايت په مربوطاتو کې په پوځي عملياتو کې ووژل شو.
ويل کيږي چې په دغو پوځي عملياتو کې ددغه قوماندان څه ناڅه شل تنه افرادهم وژل شوي دي .
باختر آژانس دناټو له خوا ديوې خپرې شوى خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: په قارى نصرت الله کله چې دافغان پوځيانو او په بهرنيو ځواکونو دترورستى بريدونو دترسره کولو نيت درلود بريد وشو او ووژل شو.
ناټو ، قارى نصرت الله دطالبانو مشهور قوماندان بولى او وايي چې ده ددغې ډلې دزياترو ترورستى بريدونو رهبرى په غاړه لرله.
ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې دطالبانو په لسګونو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکې توکې هم ترلاسه شوي دي.
په دې خبرپانه کې په دغو عملياتو کې افغان اوبهرنيو پوځيانو اوملکى وګړو ته دسر درسيدلى زيان په باب څه نه دى ويل شوى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته