سیاست

دجمهوررييس مرستيال هند ته لاړ

کابل-باختر دزمري دمياشتې ٢٩
دجمهوررييس مرستيال محمدکريم خليلي ديوه جګپوړي دولتي هيت په مشرۍ له کابل څخه هند ته روان شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکړ:
ټاکل شوې ده  دجمهوررييس   مرستيال  محمدکريم خليلي په  دې سفر کې دهند له جمهوررييس ، صدراعظم ، دجمهور رييس له مرستيال  او ددغه هيواد دبهرنيو چارو له  وزير سره  وګوري او په سياسي ، اقتصادي  او تجارتي برخو کې د دواړو هيوادونو داړيکو دپراختيا په باب خبرې وکړي .
دجمهوررييس مرستيال  دغه راز ددغه سفر په بهيرکې دهندخصوصي برخې له سوداګرو اوپانګه والو سره  هم وګوري اوپه افغانستان کې به دبهرني پانګې اچونې دفرصتونو په باب خبرې وکړي.
په  دې سفرکې د جمهور رييس له مرستيال  محمدکريم خليلي سره  د اقتصاد او
دلوړو زده کړو وزيران ، دملي دفاع وزارت  لوى درستيز او دغه راز يوشمير نور
دولتي مقامات ملګرتيا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته